سیمه ییز چارواکي وایي، وسله والو طالبانو قندوز ولایت کې د اهل تشیع علماوو د شورا رییس عبدالقیوم انصار وژلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون جمعه د چنګاښ ۱۴ مه د قندوز ښار د پل الچین بلوڅانو په کلي کې رامنځ ته شوې ده.
د قندوز د پولیسو ویاند سید سرور حسنی وايي، عبدالقیوم انصار غوښتل ښار ته ولاړ شي، چې په یاده سیمه کې د طالبانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د مولوي عبدالقیوم انصار پر وژنه خواشني ښودلې او دا یې د قندوز د خلکو لپاره یوه لویه ضایعه بللې ده.
هغه ویلي، مولوي انصار په خپل ژوند کې پره فرهنګي او زده کړیز چاپیریال کې ډېر خدمتونه کړي چې د قندوز خلکو ته به یاد وي.
جمهورخبري آژانس:قندوز