۰

غزني کې دوه طالب ولسوالان وژل شوي دي

شنبی ۱۵ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۵
د غزني سیمه ییز چارواکي دغه ولایت کې د دوه ولسوالانو په ګډون د ۲۲ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
غزني کې دوه طالب ولسوالان وژل شوي دي
د غزني سیمه ییز چارواکي دغه ولایت کې د دوه ولسوالانو په ګډون د ۲۲ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د والي ویاند محمد عارف نوري وايي، افغان ځواکونو تېره شپه (د چنګاښ ۱۴مه) د غزني ښار اړوند سیمه او قرباغ ولسوالۍ کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د غزني ښار اړوند سیمه کې د هوایي برید په ترڅ کې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د هغه په وینا په وژل شویو کسانو کې د جغتو ولسوالۍ لپاره نومول شوی طالب ولسوال ابو محمد او د خواجه عمري لپاره نومول شوی طالب ولسوال منیر هم شامل دي.

دغه راز نوري زیاته کړې، چې په قرباغ او اندړو ولسوالۍ کې بیا د هوایي بریدونو پر مهال ۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

دی وایي، په ټولو هوايي بریدونو کې ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملي دفاع وزارت هم د پکتیکا ولایت د وړممۍ ولسوالۍ لپاره د نومول شوي طالب ولسوال عبدالبصیر په ګډون د ۳۱ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي