۰
شنوونکي:

عمران خان غواړي له طالب مشرانو سره په لیدنه نړیوال دوکه کړي

شنبی ۱۵ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۱
سیاسي شنوونکي وايي، پاکستان د افغان سولې په برخه کې رېښتنی نه دی او له طالبانو سره د دغه هېواد د لومړي وزیر عمران خان لیدنه هم نمایشي او د نړیوالو د تېر ایستنې لپاره ده.
عمران خان غواړي له طالب مشرانو سره په لیدنه نړیوال دوکه کړي
سیاسي شنوونکي وايي، پاکستان د افغان سولې په برخه کې رېښتنی نه دی او له طالبانو سره د دغه هېواد د لومړي وزیر عمران خان لیدنه هم نمایشي او د نړیوالو د تېر ایستنې لپاره ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عمران خان سلاکار څو ورځې وړاندې ویلي، چې لومړی وزیر په راتلونکو دوه اونیو کې د طالبانو له مشرانو او د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.

خو افغان سیاسی شنوونکي وايي، د طالب مشرانو سره د عمران خان لیدنه به افغان سولې ته هېڅ ګټه ونه رسوي ځکه د افغانستان د جګړې او سولې په اړه د پاکستان په پالیسۍ کې هېڅ ډول بدلون نه دی راغلی او دا لیدنه هم نړیوالو ته له دوکې ورکولو پرته بل څه نه دي.

د سیاسي چارو شنوونکي عبدالوارث سیغاني جمهور خبري آژانس ته و ویل په داسې حال کې، چې قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې روانې دي، عمران خان غواړي، ښکاره کړي، چې دوی هم د افغان سولې په برخه کې صادق دي.

خو په وینا یې د عمران خان هڅه د افغان سولې سره رېښتینې مرسته نه بلکې غواړي، نړیوالو ته د دوکې په ورکولو سره د خپل هېواد ګټې خوندي کړي.

ده و ویل«پاکستان وړاندې هم د افغان سولې او امنیت په برخه کې صادق نه و، اوس هم همغه پالیسې مخې ته وړي، نو هېڅ ډول تمه ترې نه ده پکار.»

د سیاسي چارو یو بل شنوونکی ګل رحمن قاضي هم وايي، پاکستان په اوسنیو شرایطو کې له امریکا څخه د امتیاز اخستو په لټه کې دی، نه د افغان سولې.

نوموړي و ویلو چې امریکا دا مهال د افغان سولې په برخه کې د سیمه ییزې اجماع (روسیه، چین، ایران) پر وړاندې هڅه کوي افغانستان کې سوله او ثبات رامنځ ته شي او په دې برخه کې د پاکستان همکارۍ ته زیاته اړتیا لري.

خو په وینا یې پاکستان هم هڅه کوي، له همدې فرصت ګټه واخلي، له امریکا امتیازت تر لاسه کړي، خو د سولې په اړه یې نیت ښه نه دی.

بل پلو بیا ځینې مدني فعالان وايي، له طالب مشرانو سره د عمران خان لیدنه د دې لپاره ده، تر چې هغوی تر فشار لاندې راولي څو له امریکا او افغانستان سره په خبرو کې د پاکستان ګټې په پام کې ونیسي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي