۰

قطر کې بین الاافغاني غونډه پیل شوه

یکشنبه ۱۶ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۱
په قطر کې د افغان سیاسیون او وسله والو طالبانو تر منځ بین الاافغاني غونډه پیل شوې، چې تر ډېره به په کې پر سوله خبرې وشي.
قطر کې بین الاافغاني غونډه پیل شوه
په قطر کې د افغان سیاسیون او وسله والو طالبانو تر منځ بین الاافغاني غونډه پیل شوې، چې تر ډېره به په کې پر سوله خبرې وشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې غونده نن یکشنبې د چنګاښ ۱۶ مه په ځای وخت ۱۰:۰۰ بجې پیل شوې ده، چې سبا به هم دوام وکړي.

په یاده غونډه کې ۵۲ تنه افغان سیاسیون او د شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ ۱۷ کسیزه طالب پلاوي ګډون کړی دی.

د غونډې برخوال افغان سیاسیون وایي، دا بین الاافغاني ډیالوګر دی او دواړه لوری به په کې خپل نظریات شوي کوي.

له افغان سیاسیون حضرت عمر زاخېوال وایي، په ناسته کې به هڅه وشي، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرو ته زمینه برابره شي.

تر ډېره پورې دا غونډه د کومې پرېکړې واک نه لري، خو یو له بله به نظرونه سره شریک کړي.

باید و ویل شي، چې یاده غونډه د جرمني او قطر په ګډو هڅو او کوربتوب جوړه شوې ده.

د دغه غونډې د جوړېدو لپاره د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې هم د جولای تر ۹ پورې ځندول شوې او وروسته له هغې به بیا پیل شي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، له طالبانو سره یې په اووم پړاو خبرو کې په څلور واړه مواردو(د ځواکونو وتل، د نور پر ضد د افغان خاورې نه کارول، له حکومت سره خبرې او اوربند) کې مهم او کلیدي پرمختګ کړی دی.

دی وایي، په تېرو خبرو کې یوازې په دوه لومړیو مواردو خو دا څل په دوه وروستیو مواردو هم خبرې شوې او ښه پرمختګ په کې شوی دی.

خلیلزاد ټینګار کوي، چې په خبرو کې پرمختګ شوی او بشپړ حل لپاره به یې له بین الاافغاني ناستې وروسته بیا کار پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي