۰
خلیلزاد:

امریکا هڅه کوي د سولې پروسه کې هم حکومت، هم طالبان بریالي وي

دوشنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۴
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د سولې په پروسه کې به هم افغان حکومت او طالبان ګټونکي وي.
امریکا هڅه کوي د سولې پروسه کې هم حکومت، هم طالبان بریالي وي
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د سولې په پروسه کې به هم افغان حکومت او طالبان ګټونکي وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد ویلي د افغانستان د تېرو اتلسو کلونو لاس ته راوړنې باید خوندي شي او له پرمختګونو د یوه اساس په توګه کار واخستل شي.

د هغه په وینا امریکا د داسې یوې سولې لپاره هڅه کوي، چې مټ یې هم افغان حکومت او هم طالبان کټونکي وي او یو هم ناکام نه شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې افغان حکومت د امریکا او نړیوالې ټولنې خوا په رسمیت پېژندل شوی او طالبان له خبرو پرته بله لار نه لري.

هغه آزادۍ رادیو ته ویلي«طالبان حکومت په رسمیت نه‌پ ېژني، خو موږ حکومت په رسمیت پېژنو، د یوه قانوني حکومت په توګه نه ‌یوازې موږ، بلکې ټوله نړۍ یې پېژني، دا ممکنه ده چې مختلف لوري د افغان حکومت او طالبانو په شمول د خبرو مېز ته سره ګډ کېني او د افغانستان پر سیاسي راتلونکي وغږېږي، ځکه طالبان هم د دغه هېواد یو حقیقت دی، ځمکې ورسره دي. ۱۸-۱۹ کاله‌ یې په جنګ کې تېر کړي، نو څنګه به دا جنګ ختم شي؟»

خلیلزاد دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې هلته قطر کې د افغان سیاسیون او طالبانو تر منځ بین الاافغاني خبرې جریان لري.

ویل کېږي د دواړو لورو خبرې ښې روانې دي او هر لوری په زغره یو له بله نظرونه سره شریکوي او تمه لري، چې د حکومت او طالبانو مخامخ خبرو ته زمینه برابره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي