برېتانیا د بودايي دورې ځینې غلا شوې مجسمې افغانستان ته سپاري

19 سرطان 1398 ساعت 9:30

ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې ټاکل شوې برېتانیا د بودايي دورې ځینې غلا شوي تاریخي اثار افغانستان ته وسپاري.


ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې ټاکل شوې برېتانیا د بودايي دورې ځینې غلا شوي تاریخي اثار افغانستان ته وسپاري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ورځپاڼې لیکي بریتانیا د بودایي دورې د مجسمو ۹ سرونه افغانستان ته ورکوي.

د سرچینې په وینا د مجسمو دغه سرونه په ٢٠٠٢ کال کې د پاکستان نه په غیر قانوني توګه بریتانیا ته انتقال شوي وو.

د ورځپاڼې په باور د بودایي دورې د بوتانو دغه سرونه چې ښایي د طالبانو په واسطه له مجسمو نه جلا شوي وي پداسې حال کې کشف شول چې د لرګیو په بې کیفیته صندوقونو کې ایښول شوي وو.

د بریتانیا د موزیم یوه چارواکي جان سمپسون، ویلي، دا سرونه رنګه او بشپړې مجسمې وې چې شاوخوا ١٥٠٠ کاله مخکې د ګندهارا د سلطنت په دوره کې بودایي معبدونه پرې زینت شوي وو.

د هغه په وینا چې پخوا یې هم په زرګونو تاریخي اثار کابل ته استولي دي.

د یادونې ده، چې  دغه تاریخي اثار به د لنډې مودې لپاره د بریتانیا په موزیم کې نندارې ته وړاندې شي او بیا به په لندن کې د افغانستان سفارت ته وسپارل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
.
 
 


د مطلب کود: 118167

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118167/

جمهور
  https://www.jomhornews.com