ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې ټاکل شوې برېتانیا د بودايي دورې ځینې غلا شوي تاریخي اثار افغانستان ته وسپاري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ورځپاڼې لیکي بریتانیا د بودایي دورې د مجسمو ۹ سرونه افغانستان ته ورکوي.
د سرچینې په وینا د مجسمو دغه سرونه په ٢٠٠٢ کال کې د پاکستان نه په غیر قانوني توګه بریتانیا ته انتقال شوي وو.
د ورځپاڼې په باور د بودایي دورې د بوتانو دغه سرونه چې ښایي د طالبانو په واسطه له مجسمو نه جلا شوي وي پداسې حال کې کشف شول چې د لرګیو په بې کیفیته صندوقونو کې ایښول شوي وو.
د بریتانیا د موزیم یوه چارواکي جان سمپسون، ویلي، دا سرونه رنګه او بشپړې مجسمې وې چې شاوخوا ١٥٠٠ کاله مخکې د ګندهارا د سلطنت په دوره کې بودایي معبدونه پرې زینت شوي وو.
د هغه په وینا چې پخوا یې هم په زرګونو تاریخي اثار کابل ته استولي دي.
د یادونې ده، چې دغه تاریخي اثار به د لنډې مودې لپاره د بریتانیا په موزیم کې نندارې ته وړاندې شي او بیا به په لندن کې د افغانستان سفارت ته وسپارل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل
.