۰

چین ته د خلیلزاد سفر: پېکنګ هم پر طالبانو او هم پر پاکستان نفوذ لري

پنجشنبه ۲۰ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۰
په قطر کې له طالب استازو سره تر اووم پړاو خبرو وروسته د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي زلمی خلیلزاد چین ته ولاړ او د دغه هېواد له چارواکو سره یې پر افغان سوله خبرې کړې دي.
چین ته د خلیلزاد سفر: پېکنګ هم پر طالبانو او هم پر پاکستان نفوذ لري
په قطر کې له طالب استازو سره تر اووم پړاو خبرو وروسته د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي زلمی خلیلزاد چین ته ولاړ او د دغه هېواد له چارواکو سره یې پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد د تېرې سه شبنې (چنګاښ ۱۸مه) په سهار قطر کې له طالب استازو سره تر لیدنې وروسته چین ته ولاړ او له هغې وروسته به واشنګټن ته ستون شي او د تېرو خبرو په اړه به خپلو چارواکو ته معلومات وړاندې کړي.

سیاسي شنوونکي د افغان سولې په تړاو چین ته د ښاغلي خلیلزاد سفر ګټور بولي، ځکه په وینا یې چین د یوه نړیوال ځواک په توګه په سیمه او ځانګړې توګه افغان سوله کې مرسته کولی شي.

د سیاسي شنونکو په وینا خلیلزاد همدا درک کړې او چین ته یې سفر کړی.

د ولسي جرګې غړی ابرارالله مراد همدې موضوع په تړاو جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې چین د افغانستان د یوه ګاونډي او دغه راز د یوه نړیوال ځواک په توګه کولی شي د افغانستان د سولې په برخه کې مثبته مداخله وکړي.

دی وایي، چین ته د خلیلزاد سفر کېدای شي داسې و ارزول شي، چې امریکا د افغان سولې په تړاو د یوې سیمیزې همغږۍ د رامنځ ته کولو په لټه کې ده، او چین کولی شی د افغان سولې په برخه کې اساسي رول ولوبوي.

ده و ویل«امریکا پوهېږي، چې چین مستقمآ پر طالبانو نفوذ لري او هم کولی شي، د پاکستان له لارې پر دغه ډلې فشار راوي او د افغان سولې په برخه کې اساسي نقش ولوبوي.»

د جرګې بل غړی محمد رحیم علي یار زاده هم ورته نظر لري وايي، د افغان سولې سیمیزه اړخ د اهمیت وړ دی او د امریکا دولت هم هڅه کوي، پر ځینو سیمه ییزه هېوادونو په ځانګړې ډول پر پاکستان د فشار له مخې د افغان سولې سره مرسته وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د سیمې د هېوادونو د ګټو ټکر په افغانستان کې وضعیت پېچلی کړی خو دا تضادونه په سیمه ییز او نړیوال همغږۍ حل کېدی شي.

د هغه په وینا د سولې په برخه کې امریکا توانېدلې، چې تر یوه بریده پر پاکستان فشار راوړي خو تر چې د افغانستان او پاکستان تر منځ ستونزې په بنسټیزه توګه حل نه شي، ستونزې به وي او د افغانستان په چارو کې د پاکستان لاسوهنې به همداسې پاتې وي.

د ولسي جرګې دغه غړی ټینګار کوي، چې که افغان دولت غواړي خپلې ستونزې په اساسي ډول له پاکستان سره حل کړي، باید له دغه هېواد سره د مذاکرې دروازه پرانستې وي تر څو دواړوه هېوادونه له سیاسي حل لارو تل پاتې ثبات ته ورسېږي.

د دوی په باور په هره کچه چې د افغان سولې په تړاو ملي، سیمه ییزه او نړیواله اجماع ژر رامنځ ته شي، په همغه کچه یوه وروستي توافق ته لار برابرېږي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي