۰

راشد خان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو

شنبی ۲۲ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۴
افغان کرکټ بورډ یو ځل بیا د ملي لوبډلې لوبډل مشر بدل کړ او دا ځل یې د ګلبدین نایب پر ځای راشد خان د ملي لوبډلې مشر ټاکلی دی.
راشد خان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو
افغان کرکټ بورډ یو ځل بیا د ملي لوبډلې لوبډل مشر بدل کړ او دا ځل یې د ګلبدین نایب پر ځای راشد خان د ملي لوبډلې مشر ټاکلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راشد خان د درې واړه فارمټونو لپاره (۲۰ اوریزه، ۵۰ اوریزه او ټسټ لوبو) لوبډل مشر ټاکل شوی، په داسې حال کې، چې تر دې نېږدې درې میاشتې وړاندې کرکټ بورډ د ۲۰ اوریزه لپاره راشد خان، د ۵۰ اوریزه لپاره ګلبدین نایب او د ټسټ لوبو لپاره رحمت شاه لوبډل مشران اعلان کړي و.

خو په روان نړیوال جام کې د افغانستان له پرلپسې ۹ ماتو وروسته په لوبډله سختې نیوکې پیل شوې او داسې ویل کېدل، چې ګڼې د اصغر له لرې کولو او ګلبدین د ټاکلو وروسته ټیم په دوه برخو وېشل شوی او سمې لوبې نه کوي.

د نړیوال جام څخه کور ته د لوبډلې تر راستنېدو وروسته کرکټ بورډ تازه پرېکړه کړې، چې د همدې پرېکړې پر اساس ګلبدین نایب له کپتانۍ لرې او پر ځای یې د درې واړه فارمتونو لپاره راشد خان ټاکل شوی دی.

ویل کېږي کرکټ بورډ په دې اړه له ټولو لوبغاړو سره تر سلا مشورو وروسته او د ټیم د یووالي لپاره پرون جمعه راشد خان د نوي لوبډلمشر په توګه وټاکه.

د کرکټ بورډ رییس عزیزالله فضلي په همدې اړه خبري ناسته کې و ویل تمه لري، چې راشد خان به دغه مسوولیت په ښه توګه ادا کړي.

فضلي زیاته کړه«دی يو ځوان دی، يو نوم دی، يو استعداد دی او ټولو افغانانو ته د قدر وړ لوبغاړی دی، نو نن موږ تاسو ته رسماً اعلانوو چې راشد سر له نننه د ملي لوبډلې د درېیواړو فارمټونو لوبډلمشر دی او دی به افغانستان د ملي لوبډلې رهبري کوي»

په ورته وخت کې راشدخان دغه کار د ځان لپاره د ننګونو ډک وباله خو ډاډ یې ورکړ، چې په خپل ټول توان به هڅه وکړي، چې خپل مسوولیت په سمه توګه اعلان کړي.

نوموړي و ویل، چې لوبډله کې هېڅ ستونزه نشته، ټول په اتفاق یوازې د افغانستان لپاره لوبېږي او هڅه کوي، چې خپل هېواد ته ویاړونه راوړي.

خو د راشد د خبرو له پای ته رسېدو سره سم ګلبدین نایب د اعتراض په ډول د رسنیو خوا ته راغۍ او هڅه یې کوله له ځینو مسایلو پرده پورته کړي، خو د بورډ مسوولینو په زور د هغه مخه ونیوه او د خبرو اجازه یې ورنکړه.

نایب په نړیوال جام کې د پرلپسې ماتو پړه تر ډېره په مجربو لوبغاړو اچوله او ویل یې هغوی سمې لوبې نه کولې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي