جو بایډن: افغانستان کې روانه جګړه پای ته رسوم

22 سرطان 1398 ساعت 11:42

د امریکا د ولسمشریزه ټاکنو نوماند جو بایډن په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په افغانستان کې به روانه اوږده او دایمي جګړه پای ته ورسوي.


د امریکا د ولسمشریزه ټاکنو نوماند جو بایډن په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په افغانستان کې به روانه اوږده او دایمي جګړه پای ته ورسوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې بایډن چې په لوړو پوستونو یې دنده تر سره کړې او اوس د امریکا ولسمشریزه ټاکنو کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټاکنیز سیال دی ټینګار کړیو چې په منځني ختیځ کې به جګړې پای ته ورسوي او له دغه جګړو به د امریکا پښه وباسي.

نوموړي د یمن او عربستان ترمنځ روانه جګړه کې هم د امریکا د رول پر پای ته رسولو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې واشنګټن به له دغه ښکېلتیا وباسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 118242

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118242/

جمهور
  https://www.jomhornews.com