د پکتیکا امنیتي چارواکي وايي، له خوشامند ولسوالۍ یې تاکتیکي شاتګ کړی خو طالبانو ادعا کړی چې دغه ولسوالي دوی نیولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو پرون جمعه د چنګاښ ۲۲ مه مازیګر مهال پر خوشامند ولسوالۍ ډلییز بریدونه پیل کړي و.
د پکتیکا امنیه قوماندان مل پاسوال ایمل نیازی تاییدوی، چې طالبانو پر ولسوالۍ برید کړی خو وایي، امنیتي ځواکونو تاکتیکي شاتګ کړی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې افغان امنیتي ځواکونو نن شنبې سهار دغه ولسوالي بېرته نیولې ده، خو طالبانو ویلي ولسوالي له یوې لنډې نښتې وروسته د دوی لاس ته ورغلې او اوس یې هم لاس کې ده.
جمهورخبري آژانس:پکتیکا