۰

لوګر کې د نظامي مسوول په ګډون ۲۲ طالبان وژل شوي

سی شنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۸
کورنیو چارو وزارت لوګر ولایت کې د ۲۲ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی، چې څلور تنه یې په کې مهم قوماندان شامل دي.
لوګر کې د نظامي مسوول په ګډون ۲۲ طالبان وژل شوي
کورنیو چارو وزارت لوګر ولایت کې د ۲۲ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی، چې څلور تنه یې په کې مهم قوماندان شامل دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن سه شنبې د چنګاښ ۲۵ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو تېره شپه د لوګر محمد آغې ولسوالۍ کې د طالبانو ضد عملیات تر سره کړي.

سرچینه زیاتوي، چې په جګړه او د طالبانو پر خځو د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۲۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

خبرپاڼه وایي، په وژل شویو کسانو کې د طالبانو نظامي قوماندان قدرت الله، د دولتي کارکوونکو د ترور مسوول نعمت الله، قوماندان حبیب او د نظامي کمېسیون یو بل غړی حبیب الله هم شامل دي.

کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې په عملیاتو او جګړه کې افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي