ننګرهار کې د یوه کور چیت لوېدنې پنځه تنه وژلي

25 سرطان 1398 ساعت 15:04

سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې یوه کور د چت لوېدو په پېښه کې د دغه کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې یوه کور د چت لوېدو په پېښه کې د دغه کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن سه شنبې د چنګاښ ۲۵ مه سهار مهال د ننګرهار ولایت د پچیراګام ولسوالۍ په پاس پچیر سیمه کې رامنځ ته شوې.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د کور چت د زوړوالي له امله لوېدلی، چې په کې د یادې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي او یوه بوډۍ ټپي شوې ده.

د هغه په وینا په مړو شویو کې یوه ۲۵ کلنه مېرمن، دوه نارینه او دوه ماشومانې نجونې شاملې دي او ټپي مېرمن روغتون ته رسول شوي، چې روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 


د مطلب کود: 118357

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118357/

جمهور
  https://www.jomhornews.com