سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې یوه کور د چت لوېدو په پېښه کې د دغه کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه نن سه شنبې د چنګاښ ۲۵ مه سهار مهال د ننګرهار ولایت د پچیراګام ولسوالۍ په پاس پچیر سیمه کې رامنځ ته شوې.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د کور چت د زوړوالي له امله لوېدلی، چې په کې د یادې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي او یوه بوډۍ ټپي شوې ده.
د هغه په وینا په مړو شویو کې یوه ۲۵ کلنه مېرمن، دوه نارینه او دوه ماشومانې نجونې شاملې دي او ټپي مېرمن روغتون ته رسول شوي، چې روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار