و لسمشرۍ ماڼۍ د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د نوي مشر او غړو د ټاکل کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ وايي، د دغه کمېسیون د پخوانۍ مشرې سیما سمر پر ځای مېرمن شهزاد اکبر ټاکل شوې ده.
دغه راز د ارګ په معلوماتو کې راغلي، چې اسدالله یوسفي، بنفشه یعقوبي، محمد ایوب یوسفزی، سید احسان خلیق، شبنم صاحلي، شکرالله مشکور، محمد نعیم نظري او راضیه صیاد د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د نویو کمېشنرانو په توګه ټاکل شوي دي.
ولسمشرۍ ماڼې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کې د نویو بدلونو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
باید و ویل شي، چې سما سمر له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره وه.
جمهورخبري آژانس:کابل