۰

هرات کې یو تن د انسان تښتوونکو له منګلو وژغورل شو

پنجشنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۱
کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو هرات ولایت کې یو ځوان د انسان تښتوونکو له منګولو راخلاص او کورنۍ ته یې سپارلی دی.
هرات کې یو تن د انسان تښتوونکو له منګلو وژغورل شو
کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو هرات ولایت کې یو ځوان د انسان تښتوونکو له منګولو راخلاص او کورنۍ ته یې سپارلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، دغه ځوان څه موده وړاندې د هرات ښار د لومړۍ حوزې په پُل رنګینه سیمه کې د انسان تښتوونکو له خوا تښتول شوی وو.

سرچینې زیاته کړې، دغه کس ښوونځي ته په لاره و، چې انسان تښتوونکو تښتولی او وروسته یې د شپږمې حوزې اړوند په یوه کور کې ساته.

کورنیو چارو وزارت ویلي، د تښتول شوي کس د خلاصون لپاره د ملي پولیسو کشفي عملیات پیل شول چې په ترڅ کې یې نن پنشنبې د چنګاښ ۲۷ مه د هرات ښار د شپږمې حوزې له اړوند سیمو د انسان تښتوونکو له منګلو ژغورلی او کورنۍ ته یې سپارلی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، انسان تښتوونکي د پولیسو تر رسېدنې مخکې له سیمې تښتېدلي، خو د نیولو په موخه یې د د پولیسو هڅې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون هم د هرات پولیسو په هرات ښار کې د انسان تښتوونکو د یوې حرفوي ډلې د مشر د وژل کېدو خبر ورکړی وو.

دانسان تښتوونکو د دغه حرفوي ډلې مشر عارف مشهور په استاد عارف و، چې د کورنیو چارو وزارت په وینا له پولیسو سره په جګړه کې و وژل شو.

جمهورخبري آژانس:
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي