د امریکايي ځواکونو له ورتګه د سعودي د پاشا هرکلی

29 سرطان 1398 ساعت 10:08

د سعودي عربستان پادشا سلمان بن عبدالعزیز آل سعود په سیمه کې د امنیت ټینګولو او ټیکاو په موخه د امریکايي ځواکونو د ورتګ هرکلی کړی دی.


د سعودي عربستان پادشا سلمان بن عبدالعزیز آل سعود په سیمه کې د امنیت ټینګولو او ټیکاو په موخه د امریکايي ځواکونو د ورتګ هرکلی کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د سعودي دفاع وزارت وايي، په سیمه کې د ترینګلتیا له رامنځ ته کېدو وروسته د امنیت د ټینګښت په موخه ګډ خوځښتونه پیل شوي دي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې راغلي، د سعودي او مریکا ترمنځ د ګډې همکارۍ پربنسټ او په سیمه کې د امنیت او ټیکاو ساتلو په موخه پاشاه سلمان د امریکايي پوځيانو د راتګ هرکلی کړی.

دا ګام وروسته تر هغه اخیستل شوی چې په منځني ختیځ کې د واشنګټن او تهران ترمنځ اړیکي ترینګلي شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 118473

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118473/

جمهور
  https://www.jomhornews.com