د سعودي عربستان پادشا سلمان بن عبدالعزیز آل سعود په سیمه کې د امنیت ټینګولو او ټیکاو په موخه د امریکايي ځواکونو د ورتګ هرکلی کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سعودي دفاع وزارت وايي، په سیمه کې د ترینګلتیا له رامنځ ته کېدو وروسته د امنیت د ټینګښت په موخه ګډ خوځښتونه پیل شوي دي.
د سعودي د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې راغلي، د سعودي او مریکا ترمنځ د ګډې همکارۍ پربنسټ او په سیمه کې د امنیت او ټیکاو ساتلو په موخه پاشاه سلمان د امریکايي پوځيانو د راتګ هرکلی کړی.
دا ګام وروسته تر هغه اخیستل شوی چې په منځني ختیځ کې د واشنګټن او تهران ترمنځ اړیکي ترینګلي شوې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل