کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو ننګرهار ولایت کې یو تن د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی او کورنۍ ته یې سپارلۍ دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کس مینا ګل نومېږي او د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ د مومند کلي اوسېدونکی دی.
مینا ګل څه موده وړاندې د ننګرهار ولایت د غني خېلو ولسوالۍ اړوند سیمو تښتول شوی او په دوربابا ولسوالۍ کې ساتل کېده.
د کورنیو چارو وزارت وايي، له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو د یو لړ اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې یاد کس پرون د انسان تښتوونکو له منګولو وژغوره.
وزارت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل