۰

لوګر کې د پولیسو په پوسته هوايي برید شوی دی

یکشنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۸
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې بهرنیو ځواکونو لوګر ولایت کې د پولیسو په یوه پوسته هوایي برید کړی او څلورو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
لوګر کې د پولیسو په پوسته هوايي برید شوی دی
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې بهرنیو ځواکونو لوګر ولایت کې د پولیسو په یوه پوسته هوایي برید کړی او څلورو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې برید تېره شپه (د چنګاښ ۲۹ مه) د لوګر ولایت د مرکز پل علم اړوند د عمر آباد په سیمه کې د پولیسو په پوسته شوی دی.

ځايي چارواکي وایي، په دغه هوايي برید کې څلورو تنو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزی هم وایي، برید د غوڅ ملاتړ ماموریت هوايي ځواکونو کړی چې په کې یو پولیس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

د غوڅ ملاتړ ماموریت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم نور جزیات خپاره شوی دي.

جمهورخبري آژانس:لوګر
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي