۰
مشرانو جرګه:

ملي امنیت شورا دې بادغیس کې د کمانډویانو وژل کېدل جدي وڅېړي

یکشنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۲۰
مشرانو جرګې د دولت په جنګي مدیریت سختې نیوکې وکړې له ملي امنیت شورا یې وغوښتل، چې بادغیس ولایت کې د کمانډویانو وژل کېدو موضوع په جدي توګه وڅېړي.
ملي امنیت شورا دې بادغیس کې د کمانډویانو وژل کېدل جدي وڅېړي
مشرانو جرګې د دولت په جنګي مدیریت سختې نیوکې وکړې له ملي امنیت شورا یې وغوښتل، چې بادغیس ولایت کې د کمانډویانو وژل کېدو موضوع په جدي توګه وڅېړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سناتورانو د نن یکشنبې چنګاښ ۳۰ مې په غونده کې د هېواد په روان امنیتي وضعیت اندېښه وښوده ویې ویل، چې د امنیتي ارګانونو د بې غوری ناسم مدیریت له امله د ملکي وکړو او افغان ځواکونو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

سناتوران افغان ځواکونه وستایل او هغه یې د نړۍ یو غښتلی پوځ وباله ویې ویل که د بل هېواد پوځ له دومره ستونزو سره مخ شي نو مات به شي، خو دا افغان ځواکونه دي، چې په مېړانه له خپلې خاورې او خلکو ساتنه کوي.

د جرګې دوهم مرستیال محمد علم اېزدیار ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې روان بد امنیتي حالت د حکومت په ځانګړي ډول د امنیتي ارګانونو د کمزوري مدیریت له امله دی.

نوموړي وو یل، چې د حکومت منځ کې سیاسي اختلافات او د امنیت په اړه روښانه سیاست نه درلودل، د دې لامل شي، چې زموږ خلک، جنرالان او ان کمانډویان خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د مشرانو جرګې د دوهم مرستیال په وینا حکومت د دې پر ځای چې د خلکو د امنیت خوندیتوب ته پام وکړي، په غیر قانوني ټاکنیز کمپاینونو مصروف دي.

بل خوا سناتوران په بادغیس ولایت کې د افغان کمانډویانو د وژل کېدو موضوع ته اشاره وکړه ویې ویل، چې دغه موضوع باید په جدي توګه وڅېړل شي او عاملان یې د قانون منګولو ته وسپاري.

د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار و ویل، چې د بادغیس په ابکمري ولسوالۍ کې د کمانډو ځواکونو د وژل کېدو موضوع باید د ملي امنیت شورا له خوا په جدي توګه وڅېړل شي.

نوموړي زیاته کړې، دې موضوع ګڼې پوښتنې راولاړې کړې، چې څنګه کېدای شي ۴۰ تنه کمانډو ځواکونه د دښمن په دام کېوزي.

باید و ویل شي، چې د تېرې دوشنبې په ورځ د بادغیس ولایت په ابکمري ولسوالۍ کې ۴۰ تنه کمانډو سرتېري د طالبانو په کمین کې ولوېدل، چې له ډلې ی ۳۲ تنه و وژل شول او مړي یې د چهارشنبې په ورځ سیمه ییزه چارواکو ته وسپارل شول.

جمهورخبري آژانس: عبدالله امني



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي