۰
دې هېل:

د سولې په اړه د طالبانو تر منځ اختلافات راپورته شوي

دوشنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۹
دې هېل نشریې په خپله یوه مقاله کې لیکلي، د سولې په تړاو د طالبانو د سیاسي او نظامي برخو تر منځ اختلافات رامنځ ته شوي دي.
د سولې په اړه د طالبانو تر منځ اختلافات راپورته شوي
دې هېل نشریې په خپله یوه مقاله کې لیکلي، د سولې په تړاو د طالبانو د سیاسي او نظامي برخو تر منځ اختلافات رامنځ ته شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د نشریې په بارو د طالبانو همدا نظامي او سیاسي اختلافات د دې سبب شوي، چې افغانستان کې جګړه روز واخلي.

د سرچینې په وینا که څه هم د افغان سولې پروسه او روانو مذاکراتو کې نورې ستونزې هم شته، خو د طالب چارواکو د نظر اختلافات هم سبب شوي، چې دا پروسه پېچلې کړي.

نشریه وایي، د سولې په اړه د طالبانو خپلمنځي اختلافاتو جګړه شدیده کړې د طالبانو نظامي برخه پر دې ټینګار کوي چې دوی د جګړو له لارې بریا ته رسېدلی شي، نو ځکه مذاکراتو ته اړتیا نشته.

خو په خبره یې سیاسي برخه بیا پر مذاکراتو ټینګار کوي او غواړي له امریکا سره خبرې یوې پایلې ته ورسېږي او همدا احتلاف د دې لامل شوي، چې له خبرو سره هممهاله جګړه هم شدت پیدا کړي.

دې هېل وړاندې لیکي د سولې پر وړاندې درې مهم خنډونه شته دي، چې یو یې د طالبانو خپلمنځي اختلاف، د راتلونکي حکومت جوړښت او تر سولې وروسته د طالب وسله والو د ادغام څرنګوالی دی.

 دغه نشریه ټینګار کوي، چې د مذاکراتو دواړو لورو ته په کار ده، چې ټول مسایل په دقیقه توګه و ارزوي او په دې توګه افغانستان له اوسني اوږده کړکېچ راوباسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي