سوریه: په هوايي برید کې ۳۱ کسان وژل شوي دي

1 اسد 1398 ساعت 11:11

مرسته کوونکي او ټولنیز فعالان وايي د سوریې په شمالي برخه کې پر یو بازار هوايي برید ۸۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


مرسته کوونکي او ټولنیز فعالان وايي د سوریې په شمالي برخه کې پر یو بازار هوايي برید ۸۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپورونه زیاتوي، د ادلب په سویل معرة النعمان ښار کې د جنګي الوتکو بمباریو کې ۳۱ تنه وژل شوي او لږ تر لږه پنځوس کسان ټپیان شوي دي.

دغه هوايي بریدونو او پراخه ویجاړي هم رامنځ ته کړی دی.

 روسیې هغه رپوټونه رد کړي چې ګواکې د دوی جنګي الوتکې په دې بریدونو کې ښکېلې وې.

ملګرو ملتونو وايي، د روان کال د اپرېل له ۲۹مې راهیسې شاوخوا ۳۵۰ ملیکان وژل شوي او ۳۳۰ زره نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي.

په سوریه کې له اته کلنې کورنۍ جګړې وروسته ادلب، د حماه شمال څنډه او د حلب لویدیځه برخه د وسله والو مخالفینو وروستي تمځایونه دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 118604

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118604/

جمهور
  https://www.jomhornews.com