۰

سوریه: په هوايي برید کې ۳۱ کسان وژل شوي دي

سی شنبه ۱ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۱
مرسته کوونکي او ټولنیز فعالان وايي د سوریې په شمالي برخه کې پر یو بازار هوايي برید ۸۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سوریه: په هوايي برید کې ۳۱ کسان وژل شوي دي
مرسته کوونکي او ټولنیز فعالان وايي د سوریې په شمالي برخه کې پر یو بازار هوايي برید ۸۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه زیاتوي، د ادلب په سویل معرة النعمان ښار کې د جنګي الوتکو بمباریو کې ۳۱ تنه وژل شوي او لږ تر لږه پنځوس کسان ټپیان شوي دي.

دغه هوايي بریدونو او پراخه ویجاړي هم رامنځ ته کړی دی.

 روسیې هغه رپوټونه رد کړي چې ګواکې د دوی جنګي الوتکې په دې بریدونو کې ښکېلې وې.

ملګرو ملتونو وايي، د روان کال د اپرېل له ۲۹مې راهیسې شاوخوا ۳۵۰ ملیکان وژل شوي او ۳۳۰ زره نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي.

په سوریه کې له اته کلنې کورنۍ جګړې وروسته ادلب، د حماه شمال څنډه او د حلب لویدیځه برخه د وسله والو مخالفینو وروستي تمځایونه دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي