د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د افغان سولې لپاره د دوی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به د افغان سولې لپاره خپل سفر پیل کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا د سولې په تړاو د خلیلزاد اتم سفر دی، چې تر سره کوي به یې او له افغان چارواکو او طالبانو سره به خبرې کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، خلیلزاد به کابل ته ځي او تر هغه وروسته به قطر ته ځي چې له طالب استازو سره د سولې مذاکرات بیا پيل کړي.
دغه وزارت زیاته کړې نوموړی به کابل ته په خپل سفر کې د افغان حکومت له مشرانو سره د افغان سولې پر موضوع او نوو پروګرامونو خبرې وکړي.
دغه راز سرچینه زیاتوي، خلیلزاد به له افغان حکومت وغواړي چې له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره یو ملي او ټول منلی ټیم جوړ کړي څو بین الافغاني مذاکرات مخ ته یوسي.
جمهورخبري آژانس:کابل