۰

ملګرو ملتونو لوګر کې د ملکي وګړو وژل کېدل تایید کړل

سی شنبه ۱ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۵
ملګرو ملتونو تایید کړه، چې د افغانستان لوګر ولایت کې د افغان حکومت پلوه ځواکونو په هوایي برید کې ۹ کسه ملکي وګړي وژل شوي دي.
ملګرو ملتونو لوګر کې د ملکي وګړو وژل کېدل تایید کړل
ملګرو ملتونو تایید کړه، چې د افغانستان لوګر ولایت کې د افغان حکومت پلوه ځواکونو په هوایي برید کې ۹ کسه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د لوګر سیمه ییزه چارواکو د تېرې یکشنبې په ورځ خبر ورکړ، چې بهرنیو ځواکونو لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ دشت خاکي سیمه کې د کوچیانو پر کېږدۍ هوايي برید کړی دی.

لوګر د کوچیانو د شورا مشر محمد سلیم نعیم زوی ویلي، بهرنیو ځواکونو د شپې د کوچیانو پر کېږدۍ هوایي برید کړی وو چې له امله یې د یوې کورنۍ ۹ غړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

نوموړي ویلي، چې د پېښې ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولی یا یوناما نن سه شبنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره تایید کړې، چې د برکي برک په ولسوالۍ کې په هوايي برید کې ۹ ملکي وګړي وژل شوي دي.

ملګري ملتونه دفتر د قربانیانو د خپلوانو ملاتړ باید وشي او د ورته بریدونو په اړه لا نورې څېړنې وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي