د غزني سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د درې موټر بم ځانمرګو برید ګرو د وژل کېدو خبر ورکوي، چې هدف ته له رسېدو وړاندې ویشتل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غزني ولایت مطبوعاتي دفتر نن سه شنبې د زمري لومړۍ نېټه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه پېښه تېره شپه د غزني ولایت د ګیرو ولسوالۍ د مزار په سیمه کې شوې.
سرچینې زیاته کړې، درې ځانمرګو موټر بم بریدګرو غوښتل غزني ښار کې بریدونه وکړي، خو هدف ته له رسېدو وړاندې هوایي ځواک په نښه کړي او چولي یې دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه بریدګرو په مازده ډوله موټرونو کې چاوېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو، خو به دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د غزني ناوې ولسوالۍ کې د طالبانو منځ کې درې ځانمرګو چاودنه کړې وه، چې د چارواکو په وینا ۲۴ طالبان په کې وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي وو.
جمهورخبري آژانس:غزني