مخکني ولسمشر حامد کرزي او د هغه د ملي امنیت پخواني سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا د امریکا د ولسمشر ټرمپ وروستۍ څرګندونې د افغانستان ولس ته سپکاوی وباله.
د جمهورخبري آژانس د خبر له مخي ښاغلي کرزي د ټرمپ څرګندونې په کلکه غندلې وایي، امریکا زموږ ملي حاکمیت او ملي ارزښتونو ته په سپکه سترګه ګوري.
په خبرپاڼه کې د کرزي له قوله لیکل شوي، د ټرمپ له وروستیو څرګندونو داسې ښکاري چې امریکا افغان ملت او انساني کرامت ته هیڅ احترام نه لري.
سرچینه زیاتوي امریکا دوه کاله وړاندې هم په افغانستان کې د بمونو د مور په استعمال سره وښوده چې دا هېواد د افغانستان ملي حاکمیت او ملي ارزښتونو ته په سپکه سترګه ګوري.
کرزی وایي، افغانانو د امریکا او پاکستان د پټو معاملو په اړه له ډېرې مودې راهیسې اندېښنې لرلې او د عمران خان په حضور کې د ټرمپ څرګندونو وښوده چې دا اندېښنې پر ځای دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، امریکا او پاکستان د افغان سولې په اړه پټې معاملې کړې دي او افغانانو ته په کار ده چې په خپل یووالي دا هېواد د پردیو له منګولو وژغوري.
په ورته وخت کې د کرزي د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا د ټرمپ د وروستیو څرګندونو غبرګون کې و ویل، چې د امریکا د ولسمشر وروستۍ څرګندونې، وحشتناکې او غیر شعوري دي.
نوموړي نن کابل کې د ملي محور ګوند سره په یوه ناسته کې زیاته کړه، چې اامریکایي ځواکونه د وتلو په حال کې دي، ودې وځي هیچا هم دوی دلته نه دي را غوښتي.
ښاغلي سپنتا په ټينګار سره و ویل، افغانان هغه سوله نه غواړي چې په پایله کې یې یو ځل بیا د پاکستان ګوډاګیان واک ته ورسېږي.
هغه زیاته کړه، ټرمپ باید په دې پوه شي چې د امریکا تر کشف مخکې لا افغانستان تمدونونه روزلي دي، نو دا نه ورانېدونکی هېواد دی او هیڅوک دا توان نه لري چې دا ملت د ځمکې له سره محوه کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل