۰
ډاکتر عبدالله:

د کرکټ ملي لوبډله په کور دننه او بهر د احترام او ستایلو وړ ده

چهارشنبه ۲ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۲
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وایي، د کرکټ ملي لوبډلې هېواد ته ویاړونه راوړي او دا لوبډله په کور د ننه او بهر د احترام او ستایلو وړ ده.
د کرکټ ملي لوبډله په کور دننه او بهر د احترام او ستایلو وړ ده
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وایي، د کرکټ ملي لوبډلې هېواد ته ویاړونه راوړي او دا لوبډله په کور د ننه او بهر د احترام او ستایلو وړ ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله دغه څرګندونې د کرکټ ملي لوبډلې د ستاینې په پروګرام کې د وینا پر مهال وکړې او ویې ویل، چې ملي لوبډله د افغانانو د خوښي لامل ده.

نوموړي زیاته کړې، د کرکټ ملي لوبډلې په دوه لسیزه عمر کې په کمو امکاناتو او خورا سختو شرایطو کې د نړۍ له برترینه لوبډلو سره ځان سیال چې دا د ټولو افغانانو لپاره د ویاړ ځای دی.

هغه د کرکټ نړیوال جام او په کې د افغان لوبډلې پرلپسې ماتو ته اشارې وویل، چې په سیالیو کې د ماتې او بریا لاملونه یوازې اعداد نه وي؛ بلکې په نړیوال دريځ د غوره پیغام، د تجربو ترلاسه کول او نور مسایل دي، چې افغان لوبډله په دې برخه کې بریالۍ وه او د راتلونکې لپاره یې له نړیوال جام څخه ښې تجربې ترلاسه کړي دي.

ډاکټر عبدالله عبدالله د کرکټ د ملي لوبډلې راتلونکی ښه یاد کړ او ویې ویل، چې ټول افغانان پرې ویاړي او د دوی لاسته راوړنو ته سترګې په لار وي.هغه وویل، چې د کرکټ ملي لوبډلې سل کلن مزل په شلو کالو ترسره کړ.

اجرائيه رئیس له ملي ټلویزیون او له نوې رهبرۍ څخه یې مننه وکړه، چې په خورا ښه ابتکار سره یې د کرکټ ملي لوبډلې سیالۍ هېوادوالو ته په معیاري شکل خپرې کړې او هم یې په ټلویزیون کې مثبت بدلونونه رامنځته کړي دي.

په دې ناسته کې د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون مشر اسماعیل ماخېل او د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر حاجي عزیز الله فضلي هم خبرې وکړې او د کرکټ د نویو پروګرامونو په اړه یې معلومات ورکړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي