۰
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر:

په ښه لوري روان یو ډېر ژر به د افغان سولې په برخه کې پرمختګ و وینو

چهارشنبه ۲ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۵
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره لیدنه کې ویلي، چې دوی پر سم لوري روان دي.
په ښه لوري روان یو ډېر ژر به د افغان سولې په برخه کې پرمختګ و وینو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره لیدنه کې ویلي، چې دوی پر سم لوري روان دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پمپیو پرون سه شنبې د زمري اوله د عمران خان سره لیدلي او ویلي یې دي، چې ټول به د افغانستان د سولې په برخه کې د دوامداره پرمختګ شاهدان وي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د ترهګرۍ ضد مبارزې، سولې او سوداګرۍ په برخه کې به په راتلونکو ورځو، اونیو او میاشتو کې دوامداره پرمختګ رامنځ ته کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي،  دوی له پاکستان سره په ګډه پر سم لوري روان دي او ګڼ پرمختګونه به رامنځ ته شي.

د یادونې ده، چې عمران خان له تېرو دریو ورځو راهیسې په واشنګټن کې دی، چې د ولسمشر ټرمپ په ګډون یې له یو شمېر نورو امریکايي چارواکو سره لیدلي.

هغه د امریکا د سولې په انستیتوت کې د وینا پر مهال  ویلي د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې باید پراخ بنسټه وي او طالبان هم باید په کې حضور ولري او دی به هڅه وکړی، چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته وهڅوي.

خان وویل«طالبانو څو میاشتې مخکې غوښتل چې له ما سره وګوري، له هغه ځایه چې تل مې ویلي وو چې د افغانستان جګړه پوځي حل لاره نلري د طالبانو په منځ کې اعتبار لرم، خو د افغانستان دولت نه غوښنل چې زه له هغوی سره وګورم، اوس، د جمهور رئیس ټرمپ او جمهور رئیس غني سره له خبرو وروسته له طالبانو سره ګورم او هڅه کوم چې هغوی د افغانستان دولت سره مستقیمو خبرو ته وهڅوم.»

هغه پر دې هم شکر ایستلی چې ټرمپ د امریکا ولسمشر دی که نه د ده په وینا د افغانستان جګړې به ۱۹ کاله نور هم دوام کړی وای.

عمران خان زیاته کړه، چې د پاکستان د لومړي وزیر په توګه د ده د سیاسیتونو یو اصلي توپیر دا دی، چې د افغانستان په چارو کې مداخله نه کوي، ځکه په وینا یې دا مداخله د پاکستان په تاوان ده.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د ده او د پاکستان د پوځ په سیاستونو کې هېڅ توپیر نشته او دواړه نه غواړي د افغانستان په چارو کې مداخله وکړي.

هغه و ویل«موږ باید هېڅ کله د افغانستان په چارو کې مداخله ونه کړو او پرېږدو چې پخپله تصمیم ونیسي، د پاکستان پوځ زموږ د دریځ ملاتړ کوي.»

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي