۰

ولسي جرګه ټرمپ ته: پوه شه، افغانستان د امپراطوریو هدیره ده!

چهارشنبه ۲ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۰
د افغانستان ولسي جرګې د امریکا د ولسمشر ورستیو څرګندونو ته په غبرګون کې هغه ته مشوره ورکړې، چې ځان په دې پوه کړي، چې دا هېواد د امپراطوریو هدیره ده.
ولسي جرګه ټرمپ ته: پوه شه، افغانستان د امپراطوریو هدیره ده!
د افغانستان ولسي جرګې د امریکا د ولسمشر ورستیو څرګندونو ته په غبرګون کې هغه ته مشوره ورکړې، چې ځان په دې پوه کړي، چې دا هېواد د امپراطوریو هدیره ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ وړمه ورځ له عمران خان سره لیدنه کې ویلي، افغان جګړه په یوه اوونۍ کې ګټلی او افغانستان د نړۍ له نقشې ورکولی شي، خو نه غواړي ۱۰ میلیونه افغانان و وژل شي.

د ټرمپ دغه څرګندونو د افغان حکومت تر څنګ د سیاسیون، ولسمشرۍ د نوماندانو او ګڼو افغانانو غبرګونونه راپارولي او ان ځینو خو ټرمپ لېونی بللی دی.

افغان حکومت هم د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، افغانستان هېڅوک د نړۍ له سیاسي نقشې نه شي ایستلای او هېچا او هېڅ بهرني هېواد ته یې د خپل هېواد د برخلیک ټاکلو اجازه نه ورکړې او نه یې ورکوي.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې له واشنګټن نه په دې اړه وضحات غوښتی او ویلي یې دي، چې د موضوع اړوند مسایل به په وخت له ولس سره شریک کړي.

د افغانستان ولسي جرګې هم د ټرمپ دغه څرګندونې په کلکه غندلې او دا یې د ټولو نړیوالو قوانینو، نورمونو او له افغانستان سره د امریکا د ستراتېژیک تړون خلاف بللې دي.

د ولسي جرګې غړو د نن چهارشنبې زمري د دوهمې په عمومي غونډه کې و ویل، ټرمپ باید لومړی د افغانستان تاریخ ولولي، ځکه هغه نه پوهېږي، چې افغانستان د امپراطوریو هدیره ګرځېدلې ده.

په ولسي جرګه کې د هلمند استازي سید احمد سېلاب و ویل، په دې شرایطو کې د ټرمپ څرګندونې غیر مسوولانه، بې ادبه او د ټولو اصولو او موازینو خلاف خبرې وې.

دی وایي، وړاندې هم د لویو امپراطوریو څخه پاتې هېوادونو ټرمپ ته مشوره ورکړې وه، چې که د افغان ولس سره مخامخ شی نو څه به پېښ شي، خو ټرمپ ترې څه نه دي زده کړي.

دغه راز د جرګې بل غړي عبدالقیوم سجادي و ویل، دا نه سمې څرګندونې دي، چې ټرمپ د افغانستان او نړیوالې ټولنې څو اړخیزه اړیکو ته پام ونه کړ او په خپلو غیر مسوولانه خبرو یې د افغانستان د خلکو زړونه مات کړل.

د هغه په وینا د امریکا دولت او ولس په دې پوهېږي، چې افغانان له ترهګرۍ سره د جګړې په لومړي لیکه کې دي او که چېرې یې مرسته او همکاريو نه شي، نو باید دوی په نیویارک، واشنګټن، پاریس او لندن کې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.

په غونده کې استازي حبیب الرحمن پدرام د ټرمپ څرګندونې ښکاره سپکاوی وباله او ویې ویل، ټرمپ تاریخ نه دی لوستی او په دې نه پوهېږي، چې افغانستان د امپراطوریو او زبرځواک هدیره دی.

هغه ټرمپ ته په اشارې و ویل«پوه شه، تاریخ ولوله، چې له څه ډول ملت سره مخ یې او څه ډول چلند باید ورسره وکړې.»

د جرګې لومړي مرستیال امیرخان یار بیا د ټرمپ څرګندونې د هغه شخصي نظر وباله ویې ویل، چې د دغه څرګندونې د امریکا د ملت نظر نه دی، خو په وینا یې ټرمپ باید پوه شي، چې افغانستان کې د نړیوالې ټولنې او په ځانګړې ډول د امریکا شتون د یو لړ اصولو له مخې دی او دا اصول باید مراعات شي.

جرګې د یوې اعلامیې په صادرولو سره و ویل، چې د افغانستان خلکو او دولت له یوې نیمې لیسیزې راهیسې له نړیوالې ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، امریکا او نړیواله ټولنه باید د متقابلو اړیکو او همکاریو پر بنسټ په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو، سولې راوستو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې ریښتینې و اوسي او اجازه ور نه کړي، چې د افغانستان او نړیوالې ټولنې د تېرو ۱۸ کلونو لاس ته راوړڼې له منځه ولاړې شي.

اعلامیه کې د امریکا په حکومت او کانګرس باندې غږ شوی، چې پرېنږدي، دغه ډول ناسمې او غیر مسوولانه څرګندونې د افغانستان او امریکا دوه اړخیزه ملي ګټې او ارزښتونه زیانمن کړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي