۰

ملګرو ملتونو د زیانمنو شویو افغانانو سره ۱۹.۵ میلیون ډالره مرسته کړې

پنجشنبه ۳ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۹
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر وایي، افغانستان کې یې له زیانمنو شویو افغانانو سره ۱۹.۵ میلیون ډالره مرسته کړې ده.
ملګرو ملتونو د زیانمنو شویو افغانانو سره ۱۹.۵ میلیون ډالره مرسته کړې
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر وایي، افغانستان کې یې له زیانمنو شویو افغانانو سره ۱۹.۵ میلیون ډالره مرسته کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه مرسته یې پرون چهارشنبې د زمري ۲ مه د افغانستان لپاره د بشري مرستو صندوق له بودجې ورکړې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دا مرسته د هغه پنځو لکو زیانمنو شویو افغانانو سره شوې، چې د مالي منابعو له کمښت سره مخ دي.

د افغانستان د بشري مرستو صندوق ههغږي کوونکي ټوبي لانزر ويلي، چې د افغانستان وضعیت د خلکو ژوند ستونزمن کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې په‌ دغو حساسو شرایطو کې د ۱۹.۵ میلیونه امريکايي ډالرو مرسته له هغو سره کېږي چې د مالي منابعو له کمښت سره مخامخ دي.

باید و ویل شي، چې د افغانستان د بشري مرستو صندوق یا «AHF» په ۲۰۱۴میلادي کال کې د بیړنیو بشري مرستو لپاره جوړ شوی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي