اردوغان له عمران خان سره پر افغان سوله خبرې کړې دي

5 اسد 1398 ساعت 8:52

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره پر افغان سوله خبرې کړې او د سولې ملاتړ یې کړی دی.


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره پر افغان سوله خبرې کړې او د سولې ملاتړ یې کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، اردوغان پرون جمعه د زمري ۴ مه عمران خان ته تېلفون کړی او پر افغان سوله ورسره غږېدلی دي.

نوموړي د افغان سولې په برخه کې د پاکستان رول ستایلی او ویلي یې دي، چې انقره هم د افغانستان د سولې په تړاو د روانو هلو ځلو کلک ملاتړ کوي.

د ترکیې ولسمشر او عمران خان د دواړو هېوادونو تر منځ په دوه اړخیزه اړیکو هم خبرې کړې او خان ته یې د ترکیې د سفر بلنه ورکړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 118736

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118736/

جمهور
  https://www.jomhornews.com