د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوی اندونیزیا ته تللی

5 اسد 1398 ساعت 10:20

د طالبانو د قطر دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ ۸ کسیزه طالب پلاوی له قطر نه اندونیزیا ته تللی دی.


د طالبانو د قطر دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ ۸ کسیزه طالب پلاوی له قطر نه اندونیزیا ته تللی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ملابرادر او ورسره پلاوی پرون جمعه د زمري ۴ مه د قطر په لور روان شوي وو.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم په ټوېټر دغه خبر تایید کړی او ویلي یې دي، چې ملا برادر د ۸ کسیزه پلاوی په مشرۍ جاکارتا ته رسېدلي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه سفر کې به د دواړو لوريو ترمنځ د ښو سیاسي اړيکو او د سولې او راتلونکي افغانستان لپاره د همکارۍ په اهمیت خبرې وشي.

طالب پلاوی داسې مهال اندونیزا ته سفر کوي، چې ټاکل شوې د راتلونکې میلادي میاشتې په ۲۷ تاریخ د اندونیزیا، افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو یوه غونډه هم دغه هېواد کې جوړه شي.

دغه غونډه هم د افغان سولې په تړاو جوړېږي.

باید و ویل شي، چې د طالبانو د قطر دفتر غړو تر دې څه موده وړاندې چین ته هم سفر کړی و او د دغه هېواد له چارواکو سره یې پر افغان سوله خبرې کړې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 118740

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118740/

جمهور
  https://www.jomhornews.com