۰

د ملګرو ملتونو امنیت شورا افغانستان کې په روان وضعیت اندېښنه ښودلې

شنبی ۵ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۲
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په روان وضعیت خبرې کړې او دا حالت یې د اندېښنې وړ بللی دی.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا افغانستان کې په روان وضعیت اندېښنه ښودلې
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په روان وضعیت خبرې کړې او دا حالت یې د اندېښنې وړ بللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې شورا په افغانستان کې وروستي ځانمرګي بریدونه او تاوتریخوالی په کلکو ټکو غندلی دی.

د شورا غړو ویلي، په افغانستان د سولې له خبرو سره هممهاله د جګړې شدت د ملي وګړو ژوند تریخ کړی او دا د اندېښنې وړ ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو ټینګار کړی، چې د افغانستان ستونزه یوازې له سیاسي لارې د حل وړ ده نه د جګړې له لارې.

دوی د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ کړی چې د ملکي وګړو ژوند ته پام وکړي او د بشري حقونو ټولو قوانینو ته درناوی ولري.

امنیت شورا په افغانستان کې ژر تر ژره د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.

امنیت شورا دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې همدا نن د غزني ولایت د آب بند ولسوالۍ باندې موټر بم چاودنې څلور تنه وژلي او د ولسوال په ګډون یې ۱۷ تنه ټپیان کړي دي.

تر دې دوه ورځې وړاندې کابل کې دوه ځانمرګو بریدونو او یوې چاودنې ۱۱  تنه وژلي او ۴۹ نور ټپیان کړي و، چې ټول ولسي وګړي وو.

جمهورخبري آژانس: کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي