۰
د حج او اوقافو سرپرست وزیر:

دیني عالمان دې خطبو کې د خپلواکۍ د ورځې ارزښت بیان کړي

شنبی ۵ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۴۰
د حج او اوقافو سرپرست وزیر عبدالحکیم منیب له دیني علماوو او ملا امامانو په خطبو کې د خپلواکۍ د ورځې د ارزښت د بیان غوښتنه وکړه.
دیني عالمان دې خطبو کې د خپلواکۍ د ورځې ارزښت بیان کړي
د حج او اوقافو سرپرست وزیر عبدالحکیم منیب له دیني علماوو او ملا امامانو په خطبو کې د خپلواکۍ د ورځې د ارزښت د بیان غوښتنه وکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي منیب دغه څرګندونې نن شنبې د زمري ۵ مه کابل کې په همدې اړه جوړه شوې یوه غونده کې وکړې.

نوموړي پر ټولو علماوو غږ وکړ چې د غازي امان الله خان هغه کارنامې چې افغانان یې خپلواکۍ ته ورسول، د خطبو پر مهال په جوماتونو کې بیان کړي.

هغه و ویل« زه په ټولو علماوو او په جوماتونو کې پر ملا امامانو غږ کوم او هیله ترې کوم چې د خپلواکۍ د ورځې د ارزښت په تړاو خلکو ته ویناوې وکړي او د جمعې د ورځې په خطبو کې د خپلواکۍ د بېرته تر لاسه کولو په اړه د غازي امان الله خان هغه کارنامې چې افغانان یې خپلواکۍ ته ورسول، بیان کړي، ځکه دا د ټولو مسؤلیت دی.»

د حج او اوقافو سرپرست وزیر د افغانانو په یووالي هم ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې هم له دیني عالمانو غوښتنه وکړه، چې همکاري وکړي.

باید و ویل شي، چې د اسد یا زمري د میاشتې اته ویشتمه نېټه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو ورځ ده چې هره کال ورنه په پلازمېنه کابل او بېلابېلو ولایتونو کې په دولتي او غیر دولتي کچه نمانځنه کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي