غزني کې چاودنې شپږم ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

6 اسد 1398 ساعت 11:17

کورنیو چارو وزارت وایي، غزني ولایت کې د یوه اېښودل شوي ماین په چاودنه کې شپږ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


کورنیو چارو وزارت وایي، غزني ولایت کې د یوه اېښودل شوي ماین په چاودنه کې شپږ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن یکشنبې د زمري ۶ مه سهار شاوخوا ۸:۳۵ بجې د غزني ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

کورنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپانه کې ویلي، ماین د غزني – کندهار د لویې لارې پر سر د مالکې یوه شرکت ته څېرمه کلدان کې ځای پر ځای شوی و.

خبرپانه وایي، په چاودنه کې درې تنه ولسي وګړي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې همدا نن د غزني د آب بند ولسوالۍ د سرفراز کلا په سیمه کې د پولیسو په یوه مرکز موټر بم برید څلور پولیس وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي.

پرون هم په همدې ولسوالۍ کې موټر بم برید شوی و، چې له امله یې ۲۰ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې او د ولسوالۍ او امنیه قوماندانۍ ودانۍ تخریب شوې.

طالبانو د دغه برید مسوولیت اخیستی و او د ګڼو سرتېرو د مرګ ژوبلې اړولو ادعا یې کړې وو.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 


د مطلب کود: 118794

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118794/

جمهور
  https://www.jomhornews.com