۰

غزني کې چاودنې شپږم ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

یکشنبه ۶ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۷
کورنیو چارو وزارت وایي، غزني ولایت کې د یوه اېښودل شوي ماین په چاودنه کې شپږ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
غزني کې چاودنې شپږم ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده
کورنیو چارو وزارت وایي، غزني ولایت کې د یوه اېښودل شوي ماین په چاودنه کې شپږ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن یکشنبې د زمري ۶ مه سهار شاوخوا ۸:۳۵ بجې د غزني ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

کورنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپانه کې ویلي، ماین د غزني – کندهار د لویې لارې پر سر د مالکې یوه شرکت ته څېرمه کلدان کې ځای پر ځای شوی و.

خبرپانه وایي، په چاودنه کې درې تنه ولسي وګړي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې همدا نن د غزني د آب بند ولسوالۍ د سرفراز کلا په سیمه کې د پولیسو په یوه مرکز موټر بم برید څلور پولیس وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي.

پرون هم په همدې ولسوالۍ کې موټر بم برید شوی و، چې له امله یې ۲۰ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې او د ولسوالۍ او امنیه قوماندانۍ ودانۍ تخریب شوې.

طالبانو د دغه برید مسوولیت اخیستی و او د ګڼو سرتېرو د مرګ ژوبلې اړولو ادعا یې کړې وو.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي