۰
د ولسي جرګې غړي:

نوماندان دې ټاکنیز کماپین کې ټول قوانین او اصول رعایت کړي

یکشنبه ۶ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۷
د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوماندانو د ټاکنیزو کمپاینونو د پیل سره سم د ولسي جرګې غړو له دوی وغوښتل، چې د کمپاین پر مهال ټول قوانین او اصول په پام کې ونیسي.
نوماندان دې ټاکنیز کماپین کې ټول قوانین او اصول رعایت کړي
د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوماندانو د ټاکنیزو کمپاینونو د پیل سره سم د ولسي جرګې غړو له دوی وغوښتل، چې د کمپاین پر مهال ټول قوانین او اصول په پام کې ونیسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره کمپاینونه نن یکشنبې د زمري ۶ مه په رسمي ډول پیل شول، چې تر دوه میاشتو پورې به دوام وکړي.

په دغه موده کې به د ولسمشرۍ ۱۸ واړه نوماندان ولس ته خپل راتلونکي پروګرامونه او برنامې تشریح کوي او د تلې په شپږمه به ټاکنې کېږي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي پر نوماندانو غږ کړی، چې د کمپاین پر مهال ټول اصول او قوانین په پام کې ونیسي او له سرغړونو ډډه وکړي.

د جرګې غړي فدا محمد الفت صالح ټینګار وکړ، چې نوماندان نباید داسې څرګندونې وکړي، چې ملي روحیه زیانمن او د ولس د بې اتفاقی سبب شي.

د هغه په وینا ټول نوماندان باید یو بل ته احترام ولري او د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ټول قوانین او اصول، چې ورته ټاکل شوي رعایت کړي.

نوموړی وایي، د نوماندانو ټولې برنامې او کړنلارې باید پر ملي ګټو ولاړ وې او د ملي ګتو لپاره کار وکړي، نه د شخصي ګټو لپاره.

د یادونې دهو چې د ولسمشرۍ ټاکنو ټاکنیز کمپاینونه نن یکشنبې د زمري ۶ مه په رسمي ډول پیل شول، چې تر دوه میاشتو پورې به دوام وکړي.

د دغه کمپاینونو پر مهال به د ولسمشرۍ ۱۸ واړه نوماندان خپل راتلونکي پروګرامونه له خلکو سره شریکوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم له ټولو نوماندانو غوښتي، چې د کمپاین پر مهال ټول قوانین او اصول په پام کې ونیسي او له سرغړونو ډډه وکړي.

د ټاکنیزو کمېسیونونو مسؤلین وايي، کاندیدان باید د کمپاین پرمهال د یو بل له تخریب، ګډوډۍ، په پوځي ځایونو کې له کمپاین، له بهرنیو مرستو له تر لاسه کولو او دولتي امکاناتو له کارولو څخه په ډډه وکړي.

ټولو قوانیونو او مقرارتو ته درناوی، نورو کاندیدانو ته درناوی، په برابره توګه رسنیو ته لاسرسی، د کمپاین مودې رعایتول، د مالي راپور وړاندې کول او داسې نور هغه څه دي، چې د ټاکنیزو کمېسیونو په وینا کاندیدان یې باید د کمپاین په موده کې مراعات کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې د یاد ټاکنیز کمپاین په موده کې هر کاندید کولای شي شاوخوا ۴۴۱ میلیونه افغانۍ مصرف کړي.

یاد کمپاینونه د ولسمشریزو ټاکنو د وخت تر رارسېدو ۴۸ ساعته مخکې پای ته رسېږي او ټاکنې به د راتلونکې تلې میاشتې په شپږمه تر سره شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
  
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي