۰

د امرالله صالح پر دفتر د برید په وړاندې غبرګونونه

دوشنبه ۷ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۳
د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونې ټاکنیز ټیم د لومړي مرستیال امرالله صالح په دفتر ډلیز وسله وال برید په کور د ننه او بهر غبرګونونه راپارولي او دا برید یې غندلی دی.
د امرالله صالح پر دفتر د برید په وړاندې غبرګونونه
د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونې ټاکنیز ټیم د لومړي مرستیال امرالله صالح په دفتر ډلیز وسله وال برید په کور د ننه او بهر غبرګونونه راپارولي او دا برید یې غندلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پرون یکشنبې د زمري ۶ مه مازیګر ۴:۳۰ د کابل ښار ۴ مې امنیتي حوزې اړوند شهید څلور لاري ته نېږدې د صالح په مرکزي دفتر لومړی موټر بم ځانمرګی برید وشو او وروسته درې نور ځانمرګي د هغه د دفتر ودانۍ ته د ننه شول.

برید څلور ساعته دوام وکړ، چې د درې واړه بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېده او لسګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.

ولسمشر غني، اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله، ولسمشرۍ ټاکنو ځینو نوماندانو او دغه راز هند او پاکستان دا برید په کلکو ټکو غندلی دی.

ولسمشر غني، ښاغلی صالح د هېواد یو ریښتینی بچی بللی او ویلي یې دي، چې ترهګر او ملاتړي به یې هیڅکله په دې ډول اعمالو د افغانانو کلکه اراده کمزورې نه کړي او د دې اپوټه به کرکه ورڅخه ډېره شي.

ډاکتر عبدالله په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي« زموږ د ورور ښاغلي امرالله صالح د زرغون بهیر پر دفتر تروریستي حمله له ولسواکۍ څخه د هیواد د دښمنانو د بېرې او ضدیت اوج وښود. تالي څټي ترهګر به هیڅکله زموږ د حق غوښتونکي ږغ په چوپولو بریالي نه شي…»

د ولسمشرۍ نوماند او د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر ویلي« د خپل ملګري او همکار ښاغلي امرالله صالح او د هغه د محترمو همکارانو پر ضد نننۍ تروریستي حمله په کلکه غندم او دا برید پر موږ ټولو برید ګڼم.»

هند وايي، د امرالله صالح پر دفتر د تروریستي برید په نتیجه کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره ژوره خواخوږي کوي.

هند دغه راز ویلي چې دا برید په افغانستان کې د قانوني او ولسواکې پروسې د تخریبولو په هدف شوې ده.

هند په افغانستان کې د تلپاتې سولې، امنیت او ثبات د ټینګولو لپاره د  افغانستان د حکومت او ولس له هلوځلو سره پیوستون ښکاره کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم پر امرالله صالح برید ترهګر برید بللی او ویلي یې دي، پاکستان په هر ډول بڼه ترهګري غندي.

دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، پاکستان په افغانستان کې د دیموکراتیکې پروسې بشپړ ملاتړ کوي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې دوی د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د بشپړې سولې د هلوځلو لپاره د خپلو افغان وروڼو په هلوځلو کې له دوی سره څنګ په څنګ ولاړ دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي