چک جمهوریت له افغانستان سره سوداګریزه همکارۍ پراخوي

7 اسد 1398 ساعت 15:10

د چک جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر توماس پیترشیچک هېواد یې غواړي له افغانستان سره په سوداګریزه برخه کې همکارۍ پراخه کړي.


د چک جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر توماس پیترشیچک هېواد یې غواړي له افغانستان سره په سوداګریزه برخه کې همکارۍ پراخه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پیترشیچک دغه څرګندونې له افغان اجرائیه رییس ډاکترعبدالله عبدالله سره کتنه کې کړې او ویلي یې دي، هېواد به یې له افغانستان سره خپلو مرستو او هر اړخیزه همکاریو ته دوام ورکړي.

له اجرائیه ریاست نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، توماس له ښاغلي عبدالله سره لیدنه کې وو یل، چې هېواد یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغان امنیتي ځواکونو سره همکاریو ته چمتو دی.

د سرچینې په وینا چک جمهوریت د سوداګرۍ په برخه کې له افغانستان سره د همکارۍ پراختیا ته لېواله دی او غواړي له افغانانو سره په هر اړخیزه توګه خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 118853

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118853/

جمهور
  https://www.jomhornews.com