۰
د ولسي جرګې غړي:

د ښوونکو میلیونه افغانۍ معاش ټاکنو ته ځانګړی شوی دی

دوشنبه ۷ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۷
د ولسي جرګې غړي د کال د منځنۍ برخې بودجې د ارزونې په ترڅ کې وايي، په دغه بودجه کې د پوهنې وزارت د ځینو پروژو پیسې د ټاکنو لپاره ځانګړې شوې دي.
د ښوونکو میلیونه افغانۍ معاش ټاکنو ته ځانګړی شوی دی
د ولسي جرګې غړي د کال د منځنۍ برخې بودجې د ارزونې په ترڅ کې وايي، په دغه بودجه کې د پوهنې وزارت د ځینو پروژو پیسې د ټاکنو لپاره ځانګړې شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یو شمېر استازو نن دوشنبې د زمري ۶ مه د جرګې په عمومي غونده کې و ویل، چې د ټاکنو لپاره د ښوونکو د معاشونو ځانګړي کول په هېڅ ډول د منلو نه دي.

د جرګې غړې ناهید فرید وایي، کله یې چې د کال د منځنۍ بودجه ارزونه کوله، له ډېرو ټکان ورکوونکو مسایلو سره مخ شوه او هغه دا چې د بوجه په اصول پاڼه کې ډېرې مهمې او حیاتي پروژې تنقیص شوې دي.

نوموړې ټینګار وکړ، چې د ښوونکو له معاشونو، د زده کوونکو له کتابونو او قرطاسې، د ښوونځو د ودانیو له جووړولو میلیونه افغانۍ ټاکنو ته ځانګړې شوې دي، چې په هېڅ صورت د منلو نه دي.

مېرمن فرید وایي، که حکومت نه شي کولی د ټاکنو لپاره بودجه تامین کړي ښه به وي، چې له سره ټاکنې ونه کړي، ځکه د معارف څخه ټاکنو ته پیسې وهل د ولس سره جفا ده.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسي جرګې یو بل غړي غلام فاروق مجروم هم و ویل، چې حکومت د ۱۵۶ پرمختیايي پروژو بودجه ټاکنو ته ځانګړې کړې ده او له دې موضوع اړوند وزارتونه خبر هم نه دي.

د جرګې بل غړي خالد اسد بیا و ویل که د ولس استازي غواړي، چې ټاکنې تر سره شي، نو پرېدېږدي، چې حکومت یې بودجه هم تامین کړي.

خو منتقدو استازو ویل که حکومت ټاکنې کول غواړی، نو بودجه یې د نور لارو تامین کړي، ځکه حکومت او هېڅ بل بنسټ حق نه لري، چې بودجه کې تنقیص او تعدیل راوړي.

د وکیلانو تر خبرو وروسته د جرګې رییس میر رحمان رحماني د جرګې مالي او بودجه کمېسیون ته دنده وسپارله، چې د کال منځۍ بودجې طرحه په دقیق ډول و ارزوي او په اړه یې د جرګې د چهارشنبې په غونده کې معلومات وړاندې کړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي