د طالبانو پلاوي اندونیزیا کې د علماوو یوه کنفرانس کې ګډون کړی

8 اسد 1398 ساعت 14:16

د ملا عبدالغني برارد په مشرۍ اندونیزیا ته د طالبانو تللي پلاوی د دغه هېواد د دیني علماوو په یوه کنفرانس کې ګدون کړی دی.


د ملا عبدالغني برارد په مشرۍ اندونیزیا ته د طالبانو تللي پلاوی د دغه هېواد د دیني علماوو په یوه کنفرانس کې ګدون کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوی څو ورځې وړاندې له قطر څخه اندونیزیا ته ولاړ.

طالبانو هغه مهال هم د خپل پلاوی د سفر پخلی کړی وو او اوس یې هم ویاند ذبیح الله مجاهد تایید کړې، چې دغه پلاوی اندونیزیا کې د علماوو په یوه کنفرانس کې ګډون کړی دی.

د مجاهد له لوري رسنیو ته په لېږل شوې اعلامیه کې ویل شوي، یاد پلاوی د مجلس العلما په مرکزي دفتر کې له ګڼ شمېر علماوو، پوهانو، او متخصصینو سره لیدلي دي.
 
مجاهد په دې اړه نور جزیات نه دي خپاره کړي.

اندونیزیا ته د طالبانو پلاوی پر داسې مهال سفر کوي، چې ټاکل شوې د راتلونکې اګست میاشتې په ۲۷ مه په دغه هېواد د افغانستان، اندونیزیا او پاکستان دیني عالمان غونده وکړي.

د دغه غونډې موخه او اجنډا د افغانستان سوله او ثبات دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 118898

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118898/

جمهور
  https://www.jomhornews.com