۰

امریکايي سرتېري به شرایطو ته په پام له افغانستان څخه وځي

سی شنبه ۸ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۸
افغان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، امریکايي ځواکونه به شرایطو ته په پام له افغانستان وځي او په دې اړه امریکا ډاډ ورته ورکړی دی.
امریکايي سرتېري به شرایطو ته په پام له افغانستان څخه وځي
افغان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، امریکايي ځواکونه به شرایطو ته په پام له افغانستان وځي او په دې اړه امریکا ډاډ ورته ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ دا څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو واشنګټن کې په یوه اقتصادي کلب کې د خبرو پر مهال ویلي، چې تر ۲۰۲۰ پورې له افغانستان څخه ووځي.

پمپیو ویلي دا ورته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لارښونه ده او د امریکا د ولسمشرۍ تر ټاکنو پورې په دغه کار وشي.

خو ارګ وايي، پومپیو ډاډ ورکړی چې د امریکا په ستراتیژۍ کې تغیر نه دی راغلی او د سرتېرو کمول به د افغانستان شرایطو ته په کتو تر سره شي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپل ټوېټر لیکلي، پمپیو دغه ډاډ ولسمشر غني ته په وروستيو ټلیفوني خبرو کې ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي