ناټو: د سیاسي رهبرانو د اجماع نشتوالي د سولې مخه نیولې ده

9 اسد 1398 ساعت 14:53

افغانستان کې د ناټو ملکي استازی وایي، د افغان سیاسي رهبرانو تر منځ د ملي اجماع نشتوالي په دغه هېواد کې د سولې مخه نیولې ده.


افغانستان کې د ناټو ملکي استازی وایي، د افغان سیاسي رهبرانو تر منځ د ملي اجماع نشتوالي په دغه هېواد کې د سولې مخه نیولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نیکولاسکي وايي، لا هم د افغان سیاسیون تر منځ د سولې د خبرو لپاره د مذاکراتي ټیم پر سر جنجالونه دي او دغه پلاوی نه دی ټاکل شوی.

د هغه په وینا د افغانستان د بهرنیو ځواکونو د مهال وېش نه اعلان دومره د سولې مخه نه ده نیولې، ځکه دا د افغانستان په امنیتي وضعیت پورې تړلی دی.

د ناټو ملکي استازی دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې څو ورځې وړاندې افغان حکومت د سولې د خبرو لپاره د ۱۵ کسیزه مذاکراتي ټیم د جوړلو خبر ورکړ، چې کار پرې روان دی.

افغان حکومت وایي، دوی له قید شرط پرته د سولې خبرو ته چمتو دی، خو هر ځل طالبانو ویلي، چې دوی له افغان حکومت سره خبرې نه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 118946

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118946/

جمهور
  https://www.jomhornews.com