ولسي جرګې د حاضرو رایو په اکثریت سره د دولت د کال منځنۍ بودجه طرحه د ۱۲ ځایه شکمنو تغیراتو له امله رد کړه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسي جرګې د مالي کمېسیون مشر عظیم محسني د جرګې د نن چهارشنبې زمري د ۹ مې عمومي غونډه کې د یادې بودجې د ارزونې راپور وړاندې کړ.
نوموړي و ویل، چې د کال د منځنۍ بودجه په طرحه کې ۱۲ ځایه داسې شکمن دي، چې په اړه یې د مالیې وزارت واضحات نه دی ورکړی.
تازه جوړو شویو ادارو ته د ملي شورا له تایید پرته د بودجه ځانګړي کول، د ۱۵۴ پرمختیايي پروژو تنقیص، د رجال برجسته ریاست او د ولسمشرۍ د ساتونکو د ګارد ریاست ته د اوپراتیفي پیسو غوښتنه هغه موارد دي، چې د ولسي جرګې غړو پرې نیوکه درلوده.
دغه راز د ولسي جرګې د مالي کمېسیون رییس و ویل، چې د بودجې په دې طرحه کې ۶.۷ میلیارده افغانۍ وړاندوینه شوې، چې له دې جملې د ۴.۳ میلیارد افغانیو سرچینې تعریف شوې ولې د نورو پیسو سرچینې نه دي معلومې.
خو د مالیې وزارت مالي او اداري معین چې د جرګې د نن په غونده کې حضور درلود و ویل، چې عواید له ۱۸۸ میلیارد افغانیو تر ۲۰۰ میلیارد زیاتو افغانیو ته رسېدلي او وړاندیز شوي لګښتونه هم له همدې پیسو ورکول کېږي.
خو د مالیې وزارت د مالي او اداري معین خبرو د ولسي جرګې د غړو قناعت حاصل نه کړی شو، چې په پای کې د رایو په اکثریت سره د کال د منځنۍ بودجه طرحه رد شوه.
د جرګې رییس میر رحمان رحماني و ویل، چې د مالیې وزارت باید ژر تر ژره دغه طرحه اصلاح او سبا یې بیا ملي شورا ته و ورولېږي.
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني