۰

افغان حکومت د سولې لپاره مذاکراتي ټیم جوړ کړی دی

پنجشنبه ۱۰ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۹
د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره یې دولتي ټیم جوړ کړی خو په دې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.
افغان حکومت د سولې لپاره مذاکراتي ټیم جوړ کړی دی
د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره یې دولتي ټیم جوړ کړی خو په دې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت پرون چهارشنبې د زمري ۹ مه اعلان کړی، چې دولت له ډېرو هر اړخیزه سلا مشورو وروسته له طالبانو سره د خبرو لپاره ۱۵ کسیزه ټیم جوړ کړی دی.

وزارت په تیم کې د شاملو کسانو نومونه نه دي په ډاګه کړي، خو ټینګار یې کړي، چې د دغه ټیم په ټاکلو کې ټول سیاسي، ټولنیز او قومي انډول په پام کې نیول شوی دی.

د وزارت په وینا دغه ټیم به وکولی شي، د افغانستان د اسلامي جمهوریت له اړخه د افغانستان د خلکو د ارزښتونو او لاس ته راوڼو په پام کې نیولو سره د سولې خبرې مخ ته یوسي.

دغه وزارت وايي، افغان دولت په افغانستان کې یوې تل پاتې، عادلانه او باغزته سولې ته ژمن دی او په تېرو پنځو کلونو کې یې خپله ژمنه په عمل کې ثابته کړې ده.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ټینګار کوي، چې دوی د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د دولت په دولت اصل په پام کې نیولو سره اړیکې غواړي.

دغه وزارت د افغانستان او امریکا تر منځ ستراتېژیکې اړیکې د زیات ارزښت څخه برخمنې بولي او وایي، د سولې د راتلونکو ګامونو په اړه یې له امریکا سره توافق کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم قطر ته له روانېدو سره سم په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د سولې په تړاو یې افغانستان خپل تر ټولو ګټور سفر پای ته رسولی او له افغان حکومت سره د سولې د وروستۍ ګامونو په اړه توافق ته رسېدلی دي.

خلیلزاد زیاته کړې، چې قطر ته تر روانېدو مخکې به آسلام آباد کې هم تم شي او وروسته به له طالبانو سره د سولې د توافق نهايي کولو لپاره دوحې ته ولاړ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي