۰
ټرمپ یو ځل بیا:

دا توان لرو، چې د افغانستان جګړه وګټو خو نه غواړم میلیونه انسان و وژل شي

شنبی ۱۲ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۲
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي، چې هېواد یې د افغانستان د جګړې ګټلو توان لري خو نه غواړي میلیونه انسانان و وژل شي.
دا توان لرو، چې د افغانستان جګړه وګټو خو نه غواړم میلیونه انسان و وژل شي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي، چې هېواد یې د افغانستان د جګړې ګټلو توان لري خو نه غواړي میلیونه انسانان و وژل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ دغه څرګندونې سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته کړې او ټینګار یې کړی، چې دی غواړي له افغانستان خپل ټول سرتېري وباسي.

نوموړي په خپلو خبرو کې خبرداری ورکړی، چې هېواد یې دا توان لري، چې د افغانستان جګړه وګټي خو نه غواړي میلیونه انسانان د دې ګټې لپاره و وژل شي.

خو دا ځل یې ورسره دا خبره هم کړې، چې د دې هدف لپاره د آټمي وسلې کارول نه دی، بلکې د متعارفو وسلو د استعمال پر مټ دغه جګړه ګټلی شي.

د امریکا ولسمشر ویلي، چې د افغانستان په اړه دوی ډېر پرمختګ کړی، هلته خبرې روانې دي او غواړو، چې په دغه هېواد کې د خپلو سرتېرو شمېر راکم کړو.

هغه ویلي« د افغانستان په ارتباط موږ ډېر پرمختګ کړی، موږ خبرې کوو، په ورته وخت کې مو پرمختګونه کړي، موږ هلته شمېر کموو، هلته زموږ دا نولسم کال شو، موږ په واقعیت کې هلته د پولیسو دنده مخته وړو، موږ کولی شو چې د افغانستان جګړه په دوو، درې یا څلورو ورځو کې وګټو، که موږ وغواړو، خو زه نه غواړم چې لس میلیونه کسان ووژل شي.»
 
د یادونې ده، چې ټرمپ څه موده وړاندې هم ویلي، چې که وغواړي په ۱۰ ورځو کې افغان جګړه ګټلي شي، خو نه غواړی د دغه جګړې د ګټلو لپاره د ۱۰ میلیونه انسانانو ژوند واخلي.

د ټرمپ دغه څرګندونو ته د افغان دولت، سیاسیونو او ټولنې سخت غبرګونونه راپارېدل او هغه یې د افغانستان او افغان ولس ښکاره سپکاوی وباله.

افغان حکومت خو له امریکا دا هم وغوښتل، چې د ټرمپ د څرګندونو په اړه باید وضاحت ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي