۰

ایمن الظواهري په خطرناکه ناورغۍ اخته دی

یکشنبه ۱۳ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۰
سي اېن اېن تلوېزیون راپور ورکړی، چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په یوه ډېره خطرناکه ناروغۍ اخته شوی دی.
ایمن الظواهري په خطرناکه ناورغۍ اخته دی
سي اېن اېن تلوېزیون راپور ورکړی، چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په یوه ډېره خطرناکه ناروغۍ اخته شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سي اېن اېن دغه خبر له ترهګرۍ سره د مبارزې د یوه چارواکي له قوله ورکړی، خو د هغه هویت یې نه دی په ډاګه کړی.

سرچینې ویلي، ظواهري له پخوان راهیسې د زده له ناروغۍ زیات کړېږي، د عمر له ډېرېدو او جسماني کمزوري وضعیت له امله اوس به ډېر بد حالت کې دی.

له ترهګرۍ سره د مبارزې دغه لوړ پوړي چارواکي سي اېن اېن ته زیاته کړې، دوی خبر شوي، چې اوس په القاعده شبکه کې د خپل مشر د مرګ او روغتیايي وضعیت په تړاو شکونه زیات شوي دي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې هم د القاعده شبکې د مشر د روغتیايي وضعیت خرابوالي ته اشاره شوې ده، خو هغه ویډیوګانې چې د الظواهري په ادرس خپرې شوې، ښي، چې نوموړی هېڅ روغتیايي ستونزه نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي