۰
سرچینې:

کندهار کې یوه پولیس خپل ۱۱ همکاران وژلي دي

دوشنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۴
راپورونه وایي، کندهار ولایت کې په یوه امنیتي پوسته کې یو تن پولیس په خپلو همکارانو د ټوپک شپېلۍ ور اړولې او ۱۱ تنه یې وژلي دي.
کندهار کې یوه پولیس خپل ۱۱ همکاران وژلي دي
راپورونه وایي، کندهار ولایت کې په یوه امنیتي پوسته کې یو تن پولیس په خپلو همکارانو د ټوپک شپېلۍ ور اړولې او ۱۱ تنه یې وژلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې وايي، پېښه پرون یکشنبې د زمري ۱۳ مه د کندهار ولایت په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د لویې لارې د امنیت ساتنې په یوه پوسته کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناطر بارکزی وايي، پېښه په دقیق ډول د کندهار – ترینکوټ تر منځ د غځېدلې لارې په تور کوتل سیمه کې رامنځ ته شوې.

د کندهار سیمه ییزه چارواکو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړي خو ځینې راپورونه وایي، په برید کې ۷ تنه پولیس وژل شوي او ځینې سرچینې بیا زیاتوي، چې ۱۱ پولیس وژل شوي دي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي ویلي، بریدګر دوه کس و، چې په برید کې یې ۱۴ سرتېري وژل شوي او ۹ میله وسلې یې له ځان سره طالبانو ته وروړې دي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي